امنیت

د کابل پوليسو يو حرفوي غل ونيو

 کابل / د وري ٢٦ مه / باختر
د کابل پوليسو د اميد په نامه يو حرفوي غل چې د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکى دى؛ د کابل ښار د يوه اوسېدونکى د نغدو پيسو د غلا په وخت کې لاس په لاس ونيو.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه غل له يوې مېرمنې څخه د٥٠٠ امريکايي ډالرو، ٣٥ زرو افغانيو او يو موبايل له غلا کولو وروسته د کابل ښار د لومړۍ ناحيې له مربوطاتو څخه د کابل پوليسو له خوا ونيول شو.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته