اقتصاد

د دولتي پوهنتونونو د استادانو او کادري غړو د معاشونو زیاتېدو مقررې د طرحې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا؛

کابل باختر د کب د میاشتې ۲۶ مه
د استادانواتحاديې فرهنګې کمېټې ، د استادانو اومسلکي کادري غړو د معاشونو زیاتېدو مقررې مسوده، د لوړو زده کړو له وزارت سره په سلا مشورې جوړه شوې وه، دا چې نوموړې مقرره په غیر عادلانه او نا متوازنه توګه جوړه شوې وه او بودجوي امکانات هم په نظر کې نه وو پکې نیول شوي، څه موده وړاندي د مالیې وزارت له لوري رد شوه. له دې کبله چې دا موضع له هره اړخه تر جدي غور لاندي ونیول شي، ځانګړې کمېټه ورته جوړه شوه.
نوموړې کمېټه، د لوړو زده کړو، عدلیې او مالیې له وزارتونو څخه جوړه شوه، د توازن، تعادل او بودجوي امکاناتو اصل په نظر کې نیولو سره نوې مقرره د ۱۳۹۷ کال کب دمیاشتې په ۲۱ مه نېټه وروستۍ شوه.
مالیې وزارت، استادانو ته ډاډ ورکوي، چې د نوې مقررې پر بنسټ د دوی معاشونه تر اوسنیو هغو ۳۳ سلنه زیات شوي او مقرره به په لنډه موده کې د اجراآ وړ شي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته