امنیت

درې وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
درې وسله وال طالبان په زابل کې په پوځي عملياتوکې ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو نن سهار په شاه جوى ولسوالۍ بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې په عملياتو کې د وسله والو طالبانو يوسيمه ييز قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره ووژل شو او ٦ نوريې ټپيان شول.
خبرپانه زياتوي چې په عملياتوکې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي کشف او له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ کړاى شول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د زابل پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته