امنیت

يو پخوانى جهادي قوماندان ووژل شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
دکاپيسا ولايت  امنيتي مقامات وايي  چې ددغه ولايت يو پخوانى جهادي قوماندان دماين د چاودنې له امله وژل شوى دى.
دکاپيساولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي باخترآژانس ته وويل چې دغه پيښه نن سهار دنجراب ولسوالۍ په غوث دره کې رامنځته شوه .
ده زياته کړه چې پخوانى جهادي قوماندان فتح الله  دسپرلۍ موټر ددغې  درې دغچولان په سيمه کې په ماين وخوت  چې د چاودنې له امله دغه قوماندان ووژل شو او يوملګرى يې ټپي شو.
دنجراب ولسوالۍ يوتن اوسيدونکى محمود وايي چې فتح الله له بانفوذه  جهادي قوماندانو څخه و  چې دامنيت په تامينولو کې مهم  رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته