امنیت

اووه طالبان په سرپُل کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ٢٠٨ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د سرپل په مرکزي سيمو کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او ۵ نور یې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ چې په دغه ولايت کې په زياتو تروريستي بريدونو کې لاس درلود، هم شامل دى.
ويل کېږي نور وسله وال طالبان له ساحې څخه وتښتيدل.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته