کيف بى بى سي باختر د غبرګولې دمياشتې ٨ :
داوکراين صدراعظم ارسني ياتسنيوک له روسيې څخه وغوښتل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ ګډه پوله کنترول کړي چې دتروريستانو د تګ راتګ مخه ونيول شي.
ارسني ياتسنيوک ويلي دي که چيرې روسيه ځان د اوکراين له اوسني بحران څخه ګوښه کړي دکيف حکومت کولاى شي په خپله ډير ژر مسله حل کړي.
د روسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي د اوکراين دموقت حکومت سياستونه و چې دغه هيواد يې له ورور وژنې سره مخامخ کړى دى .
په تيرو ورځو کې د حکومتي ځواکونو اوياغيانو ترمنځ نښتې ډيرې زياتى او سختى شوې دي.
د اوکراين په ختيځو سيموکې چې له روسيې سره پوله لري او روسيي توکمي په کې ډير دي ځينو ډلو ددغې سيمې د تجزيې او له روسيې سره د پيوستون غوښتنه کړې وه .
دکيف مرکزي حکومت دغه کسان تروريستان بولي اوپه تيرو اوونيو کې دهغو دځپلو لپاره يې هلې ځلې کړې دي .
بيلتون غوښتونکي وايي چې د دوشنبى په ورځ يې ددونتسک دهوايي ډګردنيولو لپاره خپل سل تنه ځواکونه له لاسه ورکړي دي .
د اوکراين دکورنيوچارو وزير وويل : اوس ددغه هيواد اردو ددغه هوايي ډګربشپړ کنترول په واک کې لري .
په همدې حال کې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ويلي دي بريالي شوي دي له خپلې کتونکې ډلې سره چې دسه شنبې په ورځ د اوکراين په ختيځ کې بيدرکه شوى وه اړيکه ونيسي .
دغه سازمان دغه راز ټينګار وکړ چې دکتونکو دغه ډله اوس بندي ده.
1 1 دقیقه لوستل