ښوونه او روزنه

ددولسمو ټولګيو له شپاړلسو زرو تنو فارغانو څخه دکاکور ازموينه واخستل شوه

کابل باختر د کب دويمه :
دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد نن په بلخ ولايت کې دکانکور دازموينې داخستلو بهير پيل شو .
له کابل څخه داستول شوي هيئت رييس احمد جاويد رسولي دباختراژانس خبريال ته وويل په بلخ ولايت کې دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په موخه د دولسمو ټولګيو له شپاړلسو  زرو تنو فارغانو څخه په څلورو ورځو کې دکانکور ازموينه اخستل کيږي . 
يوه اړونده خبرځاى وويل :دکانکور له برخه والو څخه اووه زره اووه سوه شپږ ديرش تنه نجونې دي چې له دوى څخه څلور زره تنه په بلخ ولايت کې دلوړو زده کړو په موسسو کې جذبيږي .
ده دشفافيت ، نه تقلب  او دنه توپير په باب په ټينګار سره زياته کړه چې دلوړو او نيمه لوړو  زده کړو په موسسو کې دشموليت دازموينې قانون په ټولو ولايتونو او مرکز کې يو شان تطبيقيږي .
خبرځاى وويل څلور سوه تنه دپوهنې رياست دنه پاملرنې  له امله دکانکور په ازموينه کې له ګډون څخه بې برخې شوي دي چې ددوى دسندونو زياتره ستونزې تراوسه پورې نه دي حل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته