ښوونه او روزنه

د ساینس په سیالیوکې د افغان- ترک زده کوونکو د سرو زرو ۱۳مډالونه ترلاسه کړل

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ٧مه
د ساینس په اوومې نړیوالو سیالیوکې د افغان- ترک د لیسې زده کوونکو د سرو زرو۱۳، د سپین زرو ۲۰ او ۱۹ د ژیړو مډالونه ترلاسه کړل .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د افغان- ترک د لیسو ۵۵ تنه زده کوونکي تېره اوونۍ د ( ریاضي ، فزیک ، کیمیا او جیولوژى) د ساینسي اووم نړیوالوسیالیوکې هندوستان ته سفر وکړ .
په دغو سیالیوکې د دغې لیسې زده کوونکو ښې لاسته راوړنې درلودې چې د سره  زرو ١٣، سپین زرو ۲۰ او ۱۹ژیړمډالونه ترلاسه کړل او په دې ترتیب د افغانستان ملت، د افغان- ترک د لیسې مشرتابه او کورنیوته یې ویاړ ور په برخه کړ.
پاى_سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته