فرهنګ

د ولايتونو د ځوانانو د آمرانو د رپوټ ورکولوکلنۍ غونډه نن د پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيده

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معين  ډاکتر کمال سادات په مشرۍ د هېواد د ولايتونو د ځوانانو د آمرانو د رپوټ ورکولو کلنۍ غونډه نن هم خپل کار ته دوام ورکړ .
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
دغه غونډه د ځوانانو په چاروکې دجمهوري رياست د لومړي او دويم معاونيتونو  د سلاکارانو، د اجرائيه رياست د دويم معاونيت د ځوانانو د برخې دمسوول، د سيمه ييزو ارګانونو د استازي، د ولايتونو د ځوانانو د آمرانو او د ځوانانو د چارو د معينيت د رييسانوپه ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د يوشمېر ولايتونو د ځوانانو آمرانو د خپل تېرکال د کار او فعاليت رپوټونه وړاندې کړل او د تشکيل، بودجې او د ترانسپورتي وسايطو د کمښت له پلوه يې خپلې يو لړ ستونزې هم بيان کړې .
دوى د شته ستونزو د لرې کولو او په ښه توګه په اړوندو ولايتونوکې د ځوانانو د حالت د څيړنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات د دې ترڅنګ چې د ولايتونو د ځوانانو د آمرانو د کړنو له امله قدرداني وکړه، څرګنده کړه چې د ولايتونو د ځوانانو هغه آمران به چې ښه کارونه يې کړي دي، د ستاينې او قدردانۍ وړ وګرځي او مکافات به ورته ورکړاى شي او هغه کسان چې په خپلو دندوکې يې ناغيړي او د قانون پرخلاف کار کړى وي،  جدي چلند ورسره کيږي.
دغه راز ده دولايتونو دځوانانو له آمرانو او د هېواد له ټولو ځوانانوڅخه وغوښتل چې د هېواد د لا زيات پرمختګ او ترقۍ په  خاطر زيات کار او هلې ځلې وکړي او هېواد د سولې، ټيکاو او پرمختګ په  لور رهبري کړي.
په دې غونډه کې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د ځوانانو د چارو سلاکار عبدالحميد مرادي او د دويم معاونيت د ځوانانو د چارو سلاکارې حبيبې وهاج ، د اجرائيه رياست د دويم معاونيت د ځوانانو د برخې مسوول محمدطنين او د سيمه ييزو ارګانونو استازې حميدې احمدي په وار سره د ټولنې په بېلابېلو برخوکې د ځوانانو د رول او په تېره بيا په ښې حکومتوالۍ کې  د هغوى د ونډې په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې ځوانان کولاى شي په هغې پوهې، مسلکي مهارتونو او وړتيا سره چې په بېلابېلو برخوکې يې لري، دهېواد په ترقۍ او پرمختګ او د سولې او ټيکاو په تامينولوکې ارزښتناک رول ولوبوي.
  د دغې غونډې په پاى کې د غور ولايت دځوانانو دچارو آمر صالح محمدشيرزي د نورو په استازيتوب په لسومادوکې هغه پريکړه ليک چې د دغې غونډې دبرخه والو له خوا برابر شوى و، ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: (( د ځوانانو د چارو معينيت دې د ځوانانو د خپلواکې ادارې په توګه اعلام شي، د بېلابېلو ارګانونو د استخدام په بهيرکې دې د زده کړې خاوند او غوره ځوانان په پام کې ونيول شي، د تجربو د تبادلې په خاطر ولايتونو او دغه راز له هېواد څخه بهر ته د ځوانانو د سفر زمينې برابرې شي.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته