کابل باختر د تلې پنځلسمه :
د داعش په ډلې پورې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې په هوايي بريدکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکي تېره شپه د برګ متال ولسوالۍ د دوى په پټنځي کې بريد وشو
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د داعش په ډلې پورې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل: دغه داعشيان د ډار اچوونکو د يولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د دوى په پټنځي کې بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار د نورستان ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
تر اوسه پورې د دغو ناکامو ماين ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو يوشمېر امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو مسوول بولي .
ختم _ عطاالله _ اکرم