امنیت

دسترې محکمې عالي شورا دغزني ولايت په استيناف محکمې ځانمرګى بريد وغانده

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :  
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د سترې محکمې د رئيس قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې يې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
شورا لومړى د غزني ولايت د استيناف محکمې د ودانۍ په وړاندې د نن سهار ځانمرګي پيښه چې دافغانستان دسولې او تيکاو ددښمنانوله خوا ترسره شوه، په کلکه وغندله او څرګنده يې کړه چې تروريستان  له نيکه مرغه دامنيتي موظفينو په ميړانې اوسرښندنې سره، د يوه سرتيري په شهادت او د څو تنو په ټپي کيدو سره وځپل شول او د هغوى په چاوديدونکو توکو بار واسطې د چاودنې په مخينوي سره پيښې سختوالى کم شو.
شورا د دغې زړه بوږنوونکې پيښې شهيدانو او ټپيانو ته د دعا د کولو او دهغوى کورنيوته د ډاډګيرنې د مراتبو په څرګندولو سره، د محکمو د امنيتي حالت په تحليل سره، د هېواد له امنيتي مراجعو څخه وغوښتل چې دمحکمو دامنيتي تدبيرونو دپياوړتيا په برخه کې جدي اقدامات وکړي او دهېواد دعدلي اوقضايي بنسټونو ددفاع او ساتنې په وړاندې خپل قانوني مکلفيتونه په مسوولانه ډول ترسره کړي.
وروسته دکندز _ تخار  په لويه لاره کې دانسان تښتونې پيښه چې دهېواد دسولې او ټينګاو د دښمنانوله خوا ترسره شوه او له امله يې  زموږ يو شمېر  ملکي او بېګناه هېوادوال شهيدان او يوشمېر هم اسيران شوي دي؛  هم په کلکه وغندل شوه او د هغوى کورنيو ته د همدردۍ او ډاډګېرنې دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې    له مسوولو امنيتي ارګانونو څخه وغوښتل شول چې د اسيرانو په خلاصون او د دغې غم لړلې پيښې د عاملينو په نيولوکې خپلې جدي هلې ځلې وکاروي .
وروسته له اجنداسره سم د درې ګونو محکمو په پريکړو د بيا کتنې شپږ غوښتنليکونه چې مدني او تجارتي موضوعګانې پکې شاملې وې؛ وڅيړل    شول او د عالي شورا په غونډه کې د قضيو د لورو د څرګندونو په اوريدو اوهم      په بيا کتنې پورې  د اړوندو کميسيونونو د نظريو په پام کې نيولو سره ، لازم
تصميمونه ونيول شول.
سربيره پردې په مدني او جزايي قضيوکې دمحکمې دبدلون ديوشمېر غوښتنليکونو  څيړنه  چې د لوى څارنوالۍ  د ادارې او د دعوا د خاوندانو له خوا طرحه شوي و، هم د اجندا يو ه برخه وه چې په هرمورد کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د يوبل خبرله مخې:
دسترې  محکمې رئيس قانونپوه سيد يوسف حليم دعالي شورا  له يوشمېرغړو ، او قضايي مستشارانو سره نن له غرمې مخکې د قرآن عظيم الشان د ختم په هغو مراسموکې ګډون وکړ چې د شيهدانو د خپلوانو او کورنيو او د يو زيات شمېر قضايي او اداري منسوبينو په ونډې اخيستنې سره د ميدان وردګو او د غزني د ولايتونو د استيناف محکمو د رياستونو د شهيدو منسوبينو پاک روح ته د دعا د کولو په مقصد د سترې محکمې په جامع جومات کې پرځاى شول.
د قرآن عظيم الشان د ختم د مراسمو په پاى کې، د سترې محکمې رئيس د خبرو په ترځ کې لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د دغې پيښې دشهيدانو کورنيو او ټپيانو ته څرګند کړل او زياته يې کړه  چې قاضي د عدالت د تامينولو ستره دنده په غاړه لري او هيڅ  خنډ نه شي کولاى چې هغه د خپلې شرعي وجيبې له اجرا کولو څخه چې د عدالت تامينول او د دعوا د خاوندانو د حقوقو احقاق دى، منع کړي.
د سترې محکمې رئيس زياته کړه: موږ مقدراتو ته تسليم يو؛ خو د انسانانو او مسوولينو په توګه به خپلې ټولې هلې ځلې د امنيت د ښو زمينو د برابرولو په لاره کې وکارو چې د قضايي رسالت د اجرا کولو په خاطر ډاډمنه فضا برابره شي.
د سترې محکمې رئيس اصالتاً د ځان له خوا او د عالي شورا د غړو او قضايه قوې د نورو منسوبينو په استازيتوب د خپلې  همدردۍ او غمشريکۍ مراتب د شهيدانو کورنيو او پاتې کسانو ته څرګند کړل او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي روغتيا او کورنيو ته يې  د جميل صبر هيله وکړه.
په پاى کې د ميدان وردګو ولايت د استيناف محکمې رئيس قضاوتمل مولوي صديق الله حقيق د سترې محکمې د رئيس او غړو له همدردۍ او غمشريکۍ څخه مننه وکړه او يو ځل بيا يې د شهيدانو د کورنيو او ټپيانو په نسبت د سترې
محکمې د مرستې له امله مننه وکړه .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته