امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
په دغو جګړ مارانو تېره شپه ناوخته هغه وخت ډزې وشوې چې د دغه ولايت دمرکز ميمنې ښارته څېرمه يې د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى او د يرغلګرو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاويدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته