امنیت

طالبان دفراه ښار له شاوخوا څخه وشړل شول

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
وسله وال طالبان دفراه په ښار او شاوخوا سيمو کې وځپل شول او دهغوى هيڅ کوم تحرک نه لېدل کېږي .
دفراه دپوليسو وياند  محب الله محب باختراژانس ته وويل : دوسله والو طالبانو له شتون څخه دفراه دپاکولو لپاره  دپوځي عملياتو په پايله کې چې له څو اوونيو را په دې خوا پيل شوي دي  په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى  او دوى دفراه ښار له شاوخوا سيمو څخه تېښتې ته اړشوي دي.
هغه وويل :همدا اوس ددغه ولايت دلرو پرتو ولسواليو په کليو کې جګړې دوام لري او پوځيان د ډاراچوونکو له شتون څخه دفراه  بشپړپاکولو ته  ژمن دي.
هغه زياته کړه چې  وسله والو طالبانو  خپل جګړيز توان له لاسه ورکړى دى  او له کوم مقاومت پرته  دخپلې واکمنې له سيموڅخه تښتي او په نوي مورد کې هغوى پرون   دپشت رود ولسوالۍ له څو کليو څخه په شاوتمبول شول.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته