ورزش

د جوانان آزادي ټيم څلور ځلې خپل سيال ټيم ته ګول ورکړ

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٦  :
د فوټبال د الف دګروپونو سيالۍ پرون په کابل کې  د جوانان آزادي او حبيبيانا دټيمونو ترمنځ   لوبې پيل شوې .
   دکابل  د فوټبال د فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن دباخترآژانس خبريال ته وويل  :  په دې په زړه پورې  لوبه کې  چې د جوانان آزادي او حبيبيانا د ټيمونو تر منځ  وشوه  دجوانان آزادي ټيم  سيال  ټيم ته څلور ګولونه ورکړل.
دغه سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوي دي  اوپه دوام يې  نن دسنائي او دچهاردهي  دمتحد ټيمونه  لوبه  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته