اقتصاد

په بادغیس کې د کرنیزو محصولاتو لپاره لسګونه زېرمې جوړېړي

 کابل / د وږي ۱۷ مه / باختر
په بادغیس کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د لسګونو زېرمو د جوړولو کار دوام لري.
ټاکل شوې ده دغه زېرمې په راتلونکي یو کال کې جوړې شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه زېرمې په قلعه نو ښار او یوشمېر ولسوالیو کې جوړېږي.
دا په داسی حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو او په نورو هېوادونو کې د قرنطین په دلیل، ګاونډیو هېوادونو ته هوایي دهلیزونه او بندرونه د افغانستان د تجارتي کاروانونو پرمخ تړلي دي او د دې سبب شوي دي چې زیات کرنیز محصولات په کورنیو بازارونو کې په ټيټه بیه وپلورل شي او یا هم خراب شي.
د بادغیس بزګران کولای شي د خپلو کرنیزو محصولاتو یوه برخه په دغو زېرمو کې وساتي او د اړتیا په وخت کې دغه محصولات لږ لږ او یا هم يوځاى بازار ته وړاندې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغو زېرمو د جوړولو کار به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړ شي.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته