ټولنه

ډاکترکمال سادات: ځوانان بايد د هېواد دخپلواکۍ په نمانځلوکې فعاله ونډه واخلي

کابل / باختر/ د غويي د مياشتې ۲۱مه
د هېواد دخپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د نمانځنې په مناسبت او د ځوانانو چارو معينيت د طرز العمل له مخې، ۱۰۰ تنه رضاکاره ځوانان د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د هېواد دخپلواکۍ د سفيرانو په توګه  ټاکل کېږي .
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل: دا د دغو ځوانانو مسووليت دى چې د هېواد نور ځوانان وهڅوي ترڅو په پرتمين ډول د هېواد دخپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کاليزې په نمانځلو کې هلې ځلې وکړي او فعاله ونډه واخلي.
ده زياته کړه: هغه ځوانان چې د هېواد د خپلواکۍ د سفيرانو په توګه ټاکل کېږي؛ بايد د رضاکارانو له جملې څخه وي، د ليسانس په کچه تحصيلي زده  کړې ولري، عمر يې له ۱۸ کلونو څخه تر ۳۵ کلونو پورې او په ټولنيزو او مدني فعاليتونوکې دوه کلنه کاري تجربه ولري.
ده څرګنده کړه چې دغه ځوانان په مرکز کې د ځوانانو چارو د معينيت له خوا او په ولايتونوکې د ځوانانو د آمريتونو له خوا ټاکل کېږي. 
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته