امنیت

د مرمر ډبرو د کان نهه تنه کارګران وتښتول شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د هرات ولايت د چشت شريف د ولسوالۍ د مرمر ډبرو د کان نهه تنه کارګران وتښتول شول.
دچشت شريف د ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالوکيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان پرون د وسله والو طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په تښتول شويوکسانوکې د مرمر ډبرو د کان يو انجنير او اته تنه کارګران شامل دي. دتښتول شويو کسانو د موندلو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته