امنیت

دملي دفاع وزارت مشرتا به هيئت غونډه و کړه .

کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه

دملي دفاع وزارت د مشرتا به هيئت غونډه د ملى دفاع د وزير ستر جنرال عبدالرحيم ورد ګ په مشري نن په دغه و زارت کې جوړه شوه .

 باختر اژانس ته دملى دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر د معلو ما تو له مخې، په دې غونډه کې چې د ملى دفاع وزارت لو مړى مرستيال ، د سله والو ځواکو نو لوى درستيز ، د ملى دفاع وزارت اوستر درستيز مرستيالا نو ، د ملى دفاع و زارت اودستر درستيز دقرار ګاه جګپوړو رئيسا نو اوجنرالا نو ګډون کړي و، د ملى دفاع وزير د هيواد د امنيتي حالاتو ، افغان امنيتي ځوا کو نو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې په تيره بيا په بريالى ډول د هغه دريم پړاو دپيل ، د عسکري اصولو او مقررا تو ددقيق تطبيق او رعايتولو ، د ملى اردو د ليکو د زيات ټينګښت اوپياوړتيا د افغان ځوا کو نو او په تيره بيا له ٢٠١٤کال وروسته د هيواد د مستقلا نه دفاع په خا طر د ملى اردو دتياريو له ملى اردو سره د افغا نستان د خلکو دلا زيات ملا تړ او رضايت دجلبولو او يو شمير نورو مهمو پوځي مسئلو په باب په تفصيل سره خبرې و کړې اود هيواد په دغه برخليک ټاکونکو نازکو شيبو کې يې د ملى اردو دقطعاتو او جزوتامونو درئيسانو او قوماندانانو مسو ليتو نه مهم اوارزښتناک وبلل .

 په دې غونډه کې د امنيتي پروګرامونو د ښه تطبيق او لارو چارو په باب ټينګار وشو او ياد ونه وشوه چې د افغا نستان پتمن خلک د هيواد دامنيتي اوپه تيره بيا د ملى اردو څخه زيا تې هيلي لري او موږ بايد سپارل شوي د ندې او مسو ليتو نه په ښه ډول ا جرا کړو چې د افغا نستان دګرا نو خلکو له هيلو او غو ښتنو سره سمون ولري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته