ټولنه

د يوه پله جوړيدو د پنځه سوه کورنيو ستونزه لرې کړې

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠

د سمنګانو ولايت د روى دو آب ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې د يوه پله په پرانستلو سره څه ناڅه ٥٠٠ کورنيو د دغې پروژې له آسانتياوو څخه ګټه واخسته.

د روى دو آب ولسوال عزيز الله د باختر آژانس خبريال ته وويل: د موټر د تګ راتګ دغه پل چې د دغې ولسوالۍ په يوه اړونده ساحه کې جوړ شوى دى؛ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د ده د څرګندونو له مخې: دغه پل ١٢ متره اوږدوالى او څلورنيم متره سور لري چې د اوبو له سطحې څخه د دريو مترو په لوړوالي په يو کال کې جوړ شوى دى.

عزيز الله وويل: د دغې پروژې دوه مليونو پنځه سوه زره افغانۍ لګښت د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام له خوا ورکړ شوى دى.

د روى دو آب ولسوال زياته کړه: هغه کورنۍ چې د قشقه په سيمه کې استوګنې دي؛ د تيرو کلونو په بهيرکې د پله د نشتوالي له امله نه شو کولى د ژمي او پسرلي په موسم کې د ليږدونکو وسايطو په واسطه د مرکز او کلي ترمنځ تګ راتګ وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته