کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د وسله والو طالبانو د جلب او جذب يو مسوول نن په بلخ کې ونيول شو.
د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې د دغې قومندانۍ منسوبينو دغه سړى د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيو.
هغه زياته کړه چې نيول شوی کس په مزارشريف ښار کې د طالبانو ليکو ته د خلکو د جذب او جلب او د تروريستي فعاليتونو مسووليت په غاړه لاره.
ختم-ج-ا
8 د یوې دقیقې څخه لږ