سیاست

دوزيرانو شورا غونډه وکړه .

کابل باختر دثور دري ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي په مشري دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې  دجمهوري رياست دارګ دګل خانې په مانۍ کې جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.
په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس دپاکستان دمسلم ليک ګوندله مشر نوازشريف سره  دتيلفوني اړيکو په باب  غونډې ته معلومات  ورکړ او څرګنده يې کړه چې ددغه تيلفوني اړيکې په  ترڅ کې ددغه هيواد په انتخاباتوکې دده دبرياليتوب له امله  دمسلم ليګ ګوند او دپاکستان خلکو ته مبارکي وويله او دنوازشريف انتخاباتي پيغامونه يې ددواړو ملتونو دسوکالۍ او ددواړو هيوادونوترمنځ داړيکولپاره ګټور وبلل .
  جمهور رييس  هيله وکړه چې دنوازشريف  دصدارت په وخت کې سربيره پردې چې  ددواړو هيوادونو ترمنځ  اړيکې پراختيا ومومي ، پاکستان له تروريزم سره دمبارزې په کار کې له افغانستان سره جدي همکاري وکړي  چې ددواړو هيوادونو خلک  دتروريزم او افراطيت  له ګواښ څخه  وژغورل شي .
په مقابل کې  نوازشريف په دې تيلفوني اړيکه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  له جمهور رييس څخه  د مننې په ترڅ کې وويل  چې دخپل انتخاباتي  کمپاين له پيل څخه په خپلوانتخاباتي  ويناو او پيغامونوکې يې له افغانستان سره په دوستي او همکارۍ ټينګار کړى دى . او له تروريزم سره دمبارزې  په کار کې يې  له افغانستان سره  دپاکستان  دنوى حکومت په همکارۍ باندې ټينګار کړى دى ،  څرګنده کړه  چې پاکستان  له افغانستان سره هر راز همکارۍ ته  چمتو دى .
وروسته  دوزيرانو شورا دافغانستان دبانکونو په واسطه  دبانکي ليترآف کريديتونو ( LTT )) نه اجرا کيدل اودايران داسلامي جمهوريت  له بانکونو سره دتجارتي او بانکي اړيکو په باب چې دايران په اسلامي جمهوريت دامريکا دمتحده ايالاتو او داروپا دټولنې  داقتصادي بنديزونو  دلګولو له امله  ګډې وډې  شوي دي  خبرې وشوې  اوڅرګنده يې کړه چې له دغه هيواد سره  دبانکي خدمتونو  اودتجارتي اړيکو بنديدل ، دتجارتي مالونو وارديدو بنديز ددغه هيواد داړتيا وړ لومړنيو مالونو په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت تجارتي سيستم له ستونزو سره مخامخ کړي دي .
دوزيرانو شورا  ددغې ستونزې  دحل کولو په خاطر دبهرنيو چارو ، سوداګرۍ او صنايعو او داقتصاد وزيران  او دملي امنيت  دشورا رييس يې  موظف کړل چې دامريکا له متحده ايالاتو او داروپا له ټولنې سره له ديپلوماتيکي  لارې دتجارتي اړيکو دتامينولو په اړوند دهيوادورځني اړتياوې له ګاوڼديو هيوادونو سره طرحه کړي او رامنځته شوى ستونزه دې ددوو اوونيو په دننه کې  حل کړي او دنتيجې په باب دې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست مقام ته رپوټ  وړاندې کړي .
وروسته دوزيرانوشورا دفراه ولايت پيښه  چې دايران داسلامي جمهوريت  دسرحدي ځواکونو  د ډزو له امله دلسو تنو هيوادوالو دشهادت او ديو شمير نورو  دټپي کيدو سبب شوه ، غونډې ته طرحه کړه او دپيښې  شهيدانو ته يې  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دفردوس جنت  او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله وکړه . او دبهرنيو چارووزارت يې موظف کړ چې له ديپلوماتيکي مراجعو څخه  دغه پيښه  دايران داسلامي جمهوريت  له لورې سره  په جدي توګه تعقيب کړي او دنتيجې په باب دې  دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
وروسته دوزيرانو شورا دولسي جرګې دديارلسمې دورې دوکيل ،  دمشرانوجرګې  دسناتور او دافغانستان داسلامي جمهوريت دسولې دعالي شورا دغړي  الحاج سليمان ياري  دمړينې له امله  دژور خپګان  مراتب  څرګند کړل  اوهغه يې  دهيواد  ملي او سياسي شخصيت وباله  او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يې  ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه .
  وروسته له اجندا سره سم  دلغمان ولايت والي ،دولسي جرګې غړي ، دولايتي شورا رييس او ددغه ولايت  دمشرتابه هيئت  نور غړي  غونډې ته وغوښتل شول او دلغمان والي ددغه ولايت سيمه ئيزې ستونزې په دې ډول غونډې ته طرحه کړې .
_  دقرغيو ولسوالۍ دکاک دشهيدانو دکلي دپله جوړول او ددوو نورو پلونو بيا احيا کول .
_ دشاهي دولت له بند سره  دننګرهاردشاهي کانال پيوستون .
_دباتپښ ولسوالۍ دسړک پخول .
_ له ظرفيت سره سم  دلغمان ولايت  دبريښنا دشبکې پراختيا.
_ دعمراني پروژو دجوړولو په مقصد دسلطان ددښتې  دځمکې ليږدونه .
_ په پوځي عملياتو کې دعامه نظم دکندک همکاري .
_دلغمان ولايت ته  دملي اردو ديو کندک  ليږدول.
_  دلغمان ولايت  دسيمه ئيزو پوليسو دشمير زياتول .
وروسته اړوندووزيرانو دپيشنهاد شويو مواردو په باب دخپلو اجرااتو په باره کې غونډې ته معلومات وړاندې کړل .
دوزيرانو شورادکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  موظف کړ،چې دشهيدانو پله دجوړولو او ددوو نورو پلونو په احيا کولو اقدام وکړي، دغه راز  دکرنې اواوبو لګولو وزارت يې موظف کړ چې ددغه ولايت له ماستر پلان  او تفصيلي پلانونو سره سم دې  دسلطان ددښتې دځمکې  دليږدونې په برخه کې اقدام وکړي او دانرژي او اوبو وزارت  دې  دشاهي دولت  بند ته  دشاهي کانال په ليږدونه اوددغه ولايت  دبريښنا دښاري شبکو په پراختيا اقدام وکړي  او دفوايد عامې وزارت دې دپاتپښ  ولسوالۍ دسړک تخنيکي مطالعات پيل کړي  او دملي دفاع او دکورنيو چارووزارتونه دې  دلغمان له والي سره په تفاهم  کې ددغه ولايت امنيتي ستونزې حل کړي .
دغه راز دوزيرانو شورا  دولتي ارګانونه  په تيره بيا دهيواد ولايتونه يې موظف کړل تر هغه وخته پورې چې په ښاري  پلانونوکې داټکل شويو ځمکو  دسروي ، تصفيې  او ليږدونه، دبهير پړاونه  بشپړ نه شي  دښاري  پلانونو په تطبيق دې اقدام نه کوي .
وروسته  دعدليې وزارت مسلکي معين او سرپرست  دسيمه ئيزې ادارې  دقانون طرحه  غونډې ته وړاندې کړل  او څرګنده يې کړه چې دغه قانون پخوا دوزيرانو شورا د١٣٨٦ کال دوري  دمياشتې دنهه ويشتمې نيټې په غونډه کې تاييد شو چې دملي شورا  دتصويب وړونه ګرځيد . له بيا کتنې وروسته په اوو فصلونو او شپږ ديرشو مادو کې  تدوين شوى دى .
دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته دعدليې وزارت موظف کړ چې  داتلسمې مادې  دريمې جز دې حذف  او  لومړي جز يې  اصلاح کوي .
دڅوارلسمې مادې دلومړي فقرې په پاى  کې دې ( جوړيږي )  جمله زياته کړي  اواوولسمه  او اته ويشتمه ماده دې حذف  . دغه راز دواليانو او ولسوالانو دکار اغيزمنتوب  دې زيات شي او دولايتونو واليانو ته دامنيتي ارګانونو په ګډون دسيمه ئيزو دولتي ارګانونو  رپوټ ورکول  تسجيل کړي او دغه قانون  دې دغونډې له يادونې سره سم  تصحيح او دوزيرانو شورا په راتلوونکي غونډه کې دې  طرحه کړي .
  داجندا په بله برخه کې دکانکور دازموينې پرځاى  پوهنتونونو ته له نهم ټولګي څخه  تر دولسم ټولګي پورې  دنمرو له مخې  دښوونځيو ددولسمو ټولګيو دفارغانو  جذب په باب داداري فساد پرخلاف دمبارزې  دعالي ادارې  وړانديز ددغې ادارې درييس  او دلوړو زده کړو دوزير له خوا غونډې ته طرحه شو .
  دوزيرانو شورا  له مفصلو خبرو وروسته  دلوړو زده کړو او دپوهنې وزيران موظف کړل  چې دغه طرحه دې له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې دنمرو  داوسط له مخې  دسيمې دهيوادونو  دتجربو په پام کې نيولو سره دغه طرحه  په هراړخيزه توګه په علمي او عملي ډول  مطالعه کړي  او دغه سيستمونه دې  په مقايسوي ډول  برابر او موافقه شوي  طرحه دې  ديوې مياشتې په دننه کې  بشپړه  او دوزيرانو شورا ته دې وړاندې کړي .
  وروسته  دننګرهار ولايت  په بهسود ولسوالۍ کې دبشير احمد دملکيت دپنځه جريبه  دويمه درجه  ځمکې تبادله  چې په  هغې کې  دولسوالۍ او دامنيې قوماندانۍ ودانۍ  جوړې شوي دي دننګرهار ولايت  دروداتو ولسوالۍ  دديرش جريبه  شپږمې درجې ځمکې  په بدل کې  دکرنې او اوبو لګولو دوزير له خوا  غونډې ته طرحه شوه  چې دتاييد وړ وګرځيده .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارووزارت داداري معين  اوسرپرست له خوا پنځه مورده  دغه تړونونه  غونډې ته طرحه شول چې دتاييد وړ وګرځيدل .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوړو زده کړو وزارت او دايران داسلامي جمهوريت دعلومو ، تحقيقاتو او فنونو وزارت ترمنځ  دعلمي روزنيزو او څيړنيزو  همکاريو  تفاهم ليک .
_  دعدلي او قانوني همکاريو د تحقق په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت دعدليې وزارت او دمصر دعربي جمهوريت  دعدليې وزارت ترمنځ  تفاهم ليک .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دبدخشان دلوړو زده کړو دموسسې  او دتاجکستان  دصدر الدين عيني  ددولتي پوهنتون  ترمنځ  دهمکاري تفاهم ليک
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دبدخشان پوهنتون  او دتاجکستان دملي پوهنتون ترمنځ  دهمکاري تفاهم ليک .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دبدخشان پوهنتون اودتاجکستان دکرنې دپوهنتون ترمنځ دهمکاري تفاهم ليک .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته