نړۍ

ديوې پاکستاني ورځپاڼې کارکوونکي په خيبر پښتونخوا ايالت کې ووژل شو

دمردان ضلع-د دان  باختر دوږي  اتمه :
  دپاکستان دمشرق ورځپاڼې يوکارکوونکې پرون دخيبر پښتونخوا ايالت دمردان ضلع  په ناحيه کې ددغې ورځپاڼې دنمايندګۍ دفتر ته څيرمه ووژل شو
باخترآژانس دپاکستان د دان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: مقتول احسان علي  نوميږي او له لسو کلونورا پديخوا  دمردان په ضلع دورځپاڼې  نمايندګۍ په دفتر کې ددغې ورځپاڼې دليکنې دهيئت دمرستيال  په توګه کار کاوه .
دعيني شاهدانو او پوليسو دڅرګندونو له مخې، احسان علي دورځپاڼې دفتر ته څيرمه ولاړ و چې درې تنه موټرسايکل  سپاره سيمې ته ورسيدل اويو له دغو  دريو تنو څخه دده پرسر درې ډزې وکړې او له تيښتې مخکې يې هم څو هوايي ډزې وکړې چې دخلکو دويرې او ډار سبب شوې .
داحسان علي دکورنۍ غړو وويل  چې ده اودکورنۍ غړو يې له چاسره دښمني  نه لرله .
داپه داسې حال کې ده چې دپاکستان دبلوچستان ايالت په مرکز کويټه ښار کې  پرون سهار ديو ورځپاڼه ليکوونکي په ګډون درې تنه رسانه يي مسوولين ووژل شول .
  په دغه تروريستي اقدام کې ورځپاڼه ليکوونکي او دبلوچستان ايالت دخبريالانو دټولنې منشي  ارشد مستويي ، خبريال عبدالستار او د آنلاين دخبري آژانس ددفتر يومسوول ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ناپيژندل شوي يرغلګر  ددوو موټرسايکلونو په وسيله د پيښې له ځاى څخه وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته