ښوونه او روزنه

دسمنګانو دلوړو زده کړو موسسې ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د تلې ١
دسمنګانو ولايت دلوړو زده کړې دموسسې د نوى تدريسى ودانۍ دجوړيدو کار دلوړو زده کړو د وزير او ددغه ولايت دوالى له خوا پرانستل شو.
دغه ودانۍ په راتلونکى يوکال کې په پاخه او اساسى ډول په دوو پوړونوکې دلوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه دپنځه سوه شپيتو زرو ډالرو په لګښت جوړيږي چې تدريسى او ادارى خونې او نور ملحقات پکې په پام کې نيول شوى دى .
دلوړو زده کړو وزير ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دايښودلو په وخت کې دسمنګانو ولايت له سيمه ييزو مقاماتو ،استادانو او محصلانو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به هم دسمنګانو دلوړو زده کړو دموسسې دليليې، جمنازيوم د ودانيو او شنې ساحې په جوړولو همکارى وکړي.
وروسته دلوړو زده کړو وزير دپټۍ په پرې کولو سره ددغې موسسې کتابون او لابراتوار چې دسمنګان ولايت دمقام په مالى همکاري جوړشوى دى پرانيست  اوګټې اخيستې ته يې وسپارل .
په همدې حال کې دسمنګانو دلوړو زده کړو دموسسې رييس احمدشعيب مسلم يار وويل: ددغې موسسې دښوونې او روزنې پوهنځى په ١٣٨٦ کال کې دبلخ پوهنتون په چوکاټ کې جوړ او وروسته په ١٣٨٧ کال يې په فعاليت پيل وکړاو په روان کال کې هم ددغې موسسې په چوکاټ کې جوړشو.
دده څرګندونو له مخې، محصلان اوس په هغې ودانۍ کې چې له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت له خوا د پنځوس جريبه ځمکې په ساحه کې دايبکو دنوى ښار د ماستر پلان په ساحه کې جوړه شوې ده په زده کړه بوخت دي.
ده وويل: دغه ودانۍ په دريو پوړونو کې په پاخه او اساسى ډول جوړه شوې ده او څه ناڅه زر تنه محصلان په دواړو پوهنځيوکې يې دعلم اوپوهنې په زده کړه بوخت دي.
دده دڅرګندونو له مخې، دتدريسي ودانۍ دجوړولو دکار په بشپړيدو سره دمحصلانو دځاى دکمښت ستونزه لرې کيږى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته