ورزش

د هېواد د فوټبال ملي ټيم د آسيا د ملتونو جام راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله

کابل باختر دوري دمياشتې ١١:
د هېواد د فوټبال ملي ټيم د سنګاپور د فوټبال د ملي ټيم په وړاندې له برياليتوب وروسته  د آسيا د ملتونو جام راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله .
د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول علي کاظمي نن باختر آژانس ته وويل: د نړيوال  جام او د آسيا د ملتونو جام سياليو ته د لارې موندنې په دوام د هېواد د فوټبال ملي ټيم پرون مازيګر د يوې په وړاندې په دوو سره د سنګاپور د فوټبال ملي ټيم ته ماتې ورکړه او د آسيا د ملتونو جام  راتلوونکي پړاو ته يې لاره وموندله.
دغه راز په پرونيو لوبوکې د فليپين ټيم د شمالي کوريا ټيم ته ماتې ورکړه او دغه ټيم هم د دغو سياليو راتلوونکي پړاو ته لاره وموندله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته