امنیت

په بغلان کې دوسله وال بريد له امله دسړک جوړولو ديوه شرکت درييس او د پنځه تنو کارکوونکو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دسړک جوړولو ديوه خصوصي شرکت درييس په ګډون ددغه شرکت شپږ تنه کارکوونکي  په بغلان ولايت کې دوسله والو طالبانوپه بريد کې ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار دپلخمري _ کندز لويې لارې ته څيرمه دمرکزي بغلان ولسوالۍ  دچارشنبه تيپې په ساحه کې رامنځته شوه .
دبغلان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل  دباختراژانس خبريال ته وويل، وسله والو طالبانو په يوه هايلکس موټر چې دکندز په لور روان و بريد وکړ او له امله يې دبسم الله شرکت رييس حاجي بسم الله او ددغه شرکت پنځه تنه کارکوونکي ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې بريد کې ددغه شرکت يوبل کارکوونکى ټپي شوى او دوه تنه نور کارکوونکي وسله والو طالبانو له ځان سره بيولي دي.
دمرکزي بغلان دروغتون دجراحي دڅانګې دمسوول ډاکتر  خليل  نرمګوي دڅرګندونو له مخې، ددغې پيښې شپږ مړي او يوټپي روغتون ته ليږدول شوى او ټپي تر درملنې لاندې دى .
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې وسله والو کسانو په همدې تګلوري کې  په يوکرولا  ډوله شخصي موټر ډزې وکړې چې له امله يې يو نارينه اويوماشوم ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته