ټولنه

د میدان وردګو ولایت د ښاري پراختیا لپاره کار کیږي

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٣
د ښار جوړولو د چارو وزارت مسوولين وايي: د میدان وردګو په ولایت کې به د ښاري پراختیا لپاره کار وشي او خصوصي سکتور به په دغه ولایت کې پانګونې ته وهڅوي.
د ښار جوړولو د چارو وزیر  سید سعادت منصور نادري او ورسره پلاوي يې نن د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.
د ښار جوړولو د چارو وزیر وویل چې د کابل ترڅنګ ولایتونوکې په مناسب قیمت د استوګنې کورونه جوړیږي ، چې هر افغان به یې د بيې د ورکولو توان ولري.
ده وویل چې د میدان وردګو په ولایت کې به پانګه وال د ښارګوټو جوړولو ته وهڅول شي او هم به صنعتي ښارګوټي جوړشي؛ څو یې پرمټ په دغه ولایت کې اقتصادي پرمختک ته لاره هواره شي.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات وویل چې په دغه ولایت کې یې ښاري پراختیا لپاره بیلا بیل پروګرامونه په پام کې نیولي چې په عملي کیدو به یې ډیرو خلکو ته د کار زمینې هم برابرې شي.
ده وویل چې ځانکړو سیمو ته د ګازو او پټرولو د زيرمو ليږدونه، د بسونو د تمځای جوړول او د څارویو منډوي هغه پلانونه دي چې په ترسره کیدو به یې په مرکز میدان ښارکې ښاري پراختیا ته کار وشي.
حیات ټینګار وکړ چې د ښاري پراختیا د پلان جوړولو په برخه کې دې کرنیزې ځمکې په پام کې ونیولې شي، ځکه په خبره یې دا کار چاپیریال او د خلکو اقتصاد ته په ګټه دی.
مسوولين وايي: په راتلوونکو دوو کلونوکې به د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د ښارونو د پراختیا لپاره کار ترسره او د دې هدف لپاره په پلان جوړولو کار کیږي.د ښار جوړولو د چارو وزیر او ورسره پلاوي يې د خپل سفر په ترڅ کې په میدان ښار کې د غازي کریم خان تالار هم وکوت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته