امنیت

دجمهوري رياست د نوماندانو د امنيت د تامينولو لپاره ځانګړي تدبيرونه نيول شوي دي

کابل باختر دسلواغي اتمه :
په داسې حال کې چې د انتخاباتي مبارزو پيل ته پنځه ورځې نورې پاتې دي؛  د کورنيوچارو وزارت ويندوى دجمهوري رياست د نوماندانو او دهغوى دمرستيالانو د امنيت د ساتنې په مقصد د ځانګړو تدبيرونودنيولو خبرې کوي.
د باختر آژانس دخبر له مخې: دکورنيوچارو وزارت ويندوى صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يو خبري غونډه کې خبرې کولې؛ يوځل بيا ډاډ ورکړ چې پوليس  د انتخاباتو د بهير د امنيت د تامينولو لپاره پوره تياري لري.
ده د جمهوري رياست د نوماندانو او د هغوى د مرستيالانو د امنيت د تامينولو په اړوند وويل چې په دې باب مشخص تدبيرونه نيول شوي دي اوهر نوماند به له خپلومرستيالانو سره درې زغره وال موټرونه ، درې لکسس موټرونه او پنځه ديرش  ساتوونکي په واک کې ولري.
صديقي دجمهوري رياست له نوماندانوڅخه وغوښتل چې د ځان او د خپلو مرستيالانو د امنيت د تامينولولپاره دخپلو پروګرامونو په باب څه ناڅه اته څلويښت ساعته مخکې پوليسو ته خبر ورکړي چې هغوى ته امنيتي تدبيرونه ونيول شي.
په دې خبري غونډه کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په چاروکې د کورنيو چارو وزارت معين جنرال باز محمد احمدي هم برخه لرله.
ده ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د نشه يي توکوکرکيله او قاچاق زيات شوي دي .
ده سره له دې چې دنشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو د زياتوالي خبرې وکړې؛ د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو بانډونو په له منځه وړلوکې د پوليسو د هڅو اوهاند  د سختوالي يادونه هم وکړه.
د ده د څرګندونو له مخې: د روان کال د لړم د مياشتې له پيل څخه د مرغومي د مياشتې تر پايه پورې په هيواد کې دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو پرخلاف اته سوه شپږ عمليات ترسره شوي دي چې له امله يې دنشه يي توکو اته سوه پنځه شپيته تنه  قاچاق وړونکي نيول شوي دي چې ديارلس تنه يې ښځې دي.
ده دغه راز دنشه يي توکو د دريو تنومهمو قاچاق وړونکو د نيولو يادونه هم وکړه چې په دې وروستيو ورځوکې دپوليسو له خوا نيول شوي دي او دغه درې تنه يې د قندهار ولايت اوسيدونکى نعمت الله، اودفراه ولايت اوسيدونکى حاجي عطاالحق او عبدالاحد وبلل.
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهرظاهر په دې خبري غونډه کې په کابل ښارکې د تروريستي بريدونو د زياتوالي خبرې وکړې.
ده ددغه شان پيښو ترسره کول دسازمان موندلو تروريستي پروګرامونو يوه برخه وبلله .
ده وويل: ددغه شان بريدونو زياتوالي د هغو ملي پروګرامونو دناګامولو په مقصد دي چې د افغانستان دخلکو او دولت له خوا پرمخ بيول کيږي.
ده وويل: يو شمېرکسان په تروريستي فعاليتونوکې د لاس لرلو په تورنيول شوي دي .
دکابل ولايت امنيه قوماندان د تروريستي پروګرامونوپه کشف کې د خلکو همکاري ارزښتناکه وبلله او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې خپله همکاري زياته کړي .
د يادونې وړ ده چې د کورنيو چارو وزارت ويندوى په داسې حال کې د جمهوري رياست د نوماندانو او د هغوى د مرستيالانو د امنيت د ساتنې لپاره د امنيتي تدبيرونو د نيولو خبرې کوي چې د انرژۍ او اوبوپخواني وزير او دجمهوري رياست د نوماندعبدالرب رسول سياف په لومړي مرستيال محمد اسمعيل په دې وروستيو وختوکې په هرات ولايت کې ځانمرګى بريد وشو؛ خو زيان ورته نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته