امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول

_ کابل باختر دوري دمياشتې ٦:
دوه تنه وسله وال  طالبان  په بغلان ولايت کې دامنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
دغه جګړه ماران پرون  ناوخته ددهنه غوري ولسوالۍ  دجنګ اغلي له کلي څخه ونيول شول.
دبغلان ولايت ددهنه غوري  ولسوالۍ  امنيه قوماندان محمدعلي دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان  دډنډ غوري او دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دطالبانو  دقوماندان ملامجيد افراد دي چې دځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي.
ده تائيد کړه چې له نيول شويو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه  او نور پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته