سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په سويډن کې دافغان مهاجرينو دستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين پرون دسويډن دشاهي هيواد دبهرنيو چارو وزارت دجنوبي آسيا دبرخې له رييس اندريس يو بورګ سره وکتل دبهرنيو چارو وزارت وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي ،دسويډن شاهي هيواد دافغانستان لرغوني دوست وباله او په تيرو کلونو کې يې دافغانستان له دولت او خلکو سره ددغه هيواد دمرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه.
وروسته دسويډن دبهرنيو چارو وزارت دجنوبي آسيا د برخې رييس د تماس دنړيوالې ډلې او دستانبول – د آسيا د زړه بهيرونو دمهم بللو ترڅنګ وويل چې له شک پرته دغونډو جوړول دسيمې له هيوادونو سره  داړيکو دپراختيا او اعتماد پيدا کولو کې ګټور دي او زه هيله لرم چې افغانستان وکولاي شي په هر اړخيزو هڅو سره دايمي سولې او ثبات ته ورسيږي.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په وروستيو مياشتو کې دافغانستان دحکومت برياليتوبونو او ستونزو دبيانولو ترڅنګ دتماس دنړيوالې ډلې غونډې  او ستانبول- د آسيا د زړه دبهير په باب سويډني لورې ته معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې له اوسنيو ستونزوسره سره چې په ټولو برخو په تيره بيا دسيمه ييزو همکاريو په برخه کې دسولې او ثبات دټينګښت په لاره کې دافغانستان دحکومت جدي هلې ځلې دوام لري.
په دې کتنه کې دافغانستان او سويډن په دوه اړخيزو اړيکو پورې د اړوندو مسئلو په باب په خبرو سربيره په دغه هيواد کې دميشتو افغان مهاجرينو ستونزې هم وڅيړل شوې او دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ددغه هيواد مقاماتو له خوا ددغې ستونزې دپاى ته رسولو لپاره دمعقولو لارو د موندلو غوښتنه وکړه.
ديوبل خبرله مخې : دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون دافغانستان لپاره د آسپانيا دشاهي هيواد له ځانګړې استازې ميرمن ماريا اورورا ايريکسن سره وکتل.
په پيل کې دافغانستان لپاره د آسپانيا ځانګړې استازې په افغانستان کې دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول، په سوله ييز ډول دقدرت ليږدونه او دنوې کابينې جوړول دافغانستان د دولت او خلکو لپاره مثبت برياليتوبونه وبلل او هيله يې وکړه چې په خپلو کاري تجربو او مخلصانه هڅو سره سولې او ثبات ته د رسيدو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
وروسته دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په هيواد کې دامنيتي او اقتصادي ستونزو په يادونې سره په بيلابيلو برخو په تيره بيا د سيمه ييزو همکاريو دجلبولو په برخه کې دافغانستان دحکومت هلې ځلې بريالى وبللې او څرګنده يې کړه چې دهيواد مشرتوب  به په افغانستان کې دسولې اوثبات دټينګښت لپاره له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي او موږ باور لرو چې دسيمې او نړۍ د دوستو هيوادونو په همکارۍ سره به دايمي سولې او ثبات ته ورسيږو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته