خبرونهامنیت

اته طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

٣٤- کابل / د لیندی ۱۶ / باختر
اته وسله وال طالبان په پکتیکا کې له پوځیانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار په ارګون ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې یوې ډلې یرغلګرو د پوځيانو پرپوستې برید وکړ.
د تندرقول اردو یوجګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په دې جګړه کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وویل: وسله والو طالبانو د پوځيانو پر پوستې د برید په وخت کې د هوا او ځمکې له لارې پرې بریدونه و شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، په پکتیکا کې د سیمه ییزوپولیسو یوقوماندان د یرغلګرو په برید کې شهید شو.
پولیس وايي چې دغه قوماندان د پکتیکا په ٩ ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو مشري په غاړه درلود او په دغه ولایت کې له تروریزم سره په مبارزه کې رول درولود.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته