ښوونه او روزنه

يوشمېرکسان د تخنيکي اومسلکي ښوونکو د روزنې له ا کاډمۍ څخه فارغ شول.

کابلباخترد اسد٢٨
دپوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي ښوونکو د روزنې له ا کاډمۍ څخه پرون يو سلو ديرش تنه فارغ شول.
دباختر آژانس دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ دپوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد شفيق صميم خبرې وکړې او وې ويل چې يو سلو ديرش تنه له دوه نيم کلنې روزنيزې دورې وروسته د بريښنا، موټر، معلوماتي تکنالوژۍ ، اقتصاد او مديريت او له ساختماني څانګو څخه فارغ شول.
ده زياته کړه چې دفارغانو له جملې څخه اته اتياتنه يې هلکان او نور يې نجونې دي چې د فراغت د سندونو له ترلاسه کولو وروسته د پوهنې وزارت په تخنيکي او مسلکي ښوونځيو او انستيتونوکې د ښوونکي او استاد په توګه منل کيږي.
دغه راز ده دعمومي تعليماتو ، اسلامي تعليماتو، مسلکي او تخنيکي تعليماتو اود ليک لوست د زده کړې په برخو کې دپوهنې وزارت دپلانونو په باب معلومات ورکړل او په دغو برخو کې يې د پوهنې برياليتوبونه ښه وبلل.
دغه راز د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د معينيت سرپرست انجنير عبدالحق راشدي هم خبرې وکړې او ددغه معينيت د پروګرامونو په اړوند يې معلومات ورکړل.
دغونډې په پاى کې په فارغانو دپوهنې وزارت د مسوولينو له خوا د فراغت سندونه وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته