امنیت

اته پنځوس ميله وسلې دداياکګ پروګرام ته وسپارل شوې

مينمه باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
په فارياب ولايت کې پرون  اته پنځوس ميله وسلې  دداياګ پروګرام ته وسپارل شوې .
دفارياب ولايت  دوالي مرستيال عبدالمقيم باخترآژانس ته وويل دغه وسلې چې له غيرمسوولو افرادو څخه  دافغان پوځيانو په جلاجلا عملياتو کې  راټولې شوي وي   په  رسمي ډول دداياګ پروګرام ته وسپارل  شوې.
ده زياته کړه چې يوشمير کسان  ددغو وسلو دليږدولو په اړوند نيول شوي  او عدلي اوقضايي مراجعو ته معرفي شوي دي.
ديادونې وړ ده  چې دغوکسانوله دغو وسلو څخه په قاچاقو ، ترور ، اختطاف او غلاو کې استفاده کوله .
پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته