سیاست

جمهوررئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو له مسوولینو او منسوبینو سره په غونډه کې د دوی اتلولۍ وستایلې

کابل/ باختر/ د لړم دمیاشتې ۷ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماخوستن د ۲۱۵ میوند قول اردو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا جلا غونډو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
وروسته جمهور رئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو د غونډو په تالار کې د یادې قول اردو له منسوبینو او مسوولینو سره په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادي ترین جمهور رئیس او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس همېشنۍ پاملرنې څخه په مننې وویل، ستاسو هڅونه او پاملرنه د هېواد د دفاع او د دښمن د ځپلو په برخه کې د سرتېرو مورال او روحیه لا پیاوړې کوي.
په دې غونډه کې جمهور رئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادي ترین ته د هغه د ښې رهبرۍ او د دښمن د ځپلو په برخه کې د هلو ځلو د قدردانۍ له امله د شجاعت مډال ورکړ.
جمهور رئیس غني د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولینو او منسوبینو ته د وینا پرمهال وویل، زه نن راغلی یم چې د ۲۱۵ میوند قول اردو د هر سرتېري، بریدمل، افسر او رهبرۍ مننه وکړم، ځکه تاسو په هلمند کې د دښمن د ځپلو او د امنیت د تامین په برخه کې د قدر وړ هڅې او مبارزه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په تېرو دوو کلونو کې په هلمند کې د دندې ترسره کول د زمري زړه، د وطنپالنې روحیه او صداقت غوښت چې تاسو دا هر څه لرل، ځکه تاسې د دې وطن اتلان او صادق بچیان یاست.
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې ټاکنو د بریالي ترسره کېدو له امله ستاسو ځانګړې مننه کوم، ځکه په دې برخه کې مو د دښمن ټول پلانونه او هڅې ناکامې کړې.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو له میندو، پلرونو، مېرمنو، اولادونو او کورنیو څخه له دې امله مننه وکړه چې د هېواد د دفاع او د ولس د ساتنې لپاره یې له خپلو کورنیو لرې سخت شرایط وزغمل.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ستونزو په ځانګړي ډول هغو مواردو ته پر وخت رسیدګي وکړي، چې له جمهور رئیس سره یې په جلا کتنو کې شریک کړل.
هغه زیاته کړه، د دوی د امتیازاتو، ترفیعاتو، د معاشونو د ورکړې او رخصتیو ستونزه باید په اساسي توګه حل شي.
محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه، برید ملان چې هم د دفتر او هم د سنګر خلک دي، د دوی لپاره دې د بریدملانو په نوم د شجاعت مډال جوړولو چارې له اړوندو مسوولینو سره تعقیب کړي.
هغه په ټینګار سره وویل، قراردادیان باید پر وخت په قرارداد کې ذکر شوي موارد او شرایط پوره کړي، ځکه په دې برخه کې هیڅ ډول ځنډ او فساد د منلو وړ نه دی.
جمهور رئیس وویل، سرتېرو ته دې موسمي سبزیجات او مېوې او همدارنګه بریدملانو ته د تقاعد امتیازات او حقوق ورکړل شي. هغه زیاته کړه، زه چې هر ځل قول اردوګانو ته راځم، نو د وطنپالنې، اتلولۍ او شجاعت نوی درس زده کوم.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د جګړې د لومړۍ کرښې د اتلو سرتېرو امتیازاتو ته باید ځانګړی پام وشي او همدارنګه یې د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسایطو د ترمیم ستونزه باید په اساسي توګه حل شي.
جمهور رئیس د ۲۱۵ میوند قول اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، زه او د افغانستان ټول ولس درباندې ویاړو، ځکه تاسو د دې هېواد د پت او عزت لپاره مبارزه کوئ.
هغه په ټینګار سره وویل، جنګ په هیڅ صورت نه خصوصي کېږي، ځکه دا هېواد ستاسو غوندې اتل او زړور بچیان لري.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته