کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر
د کولالګو لوبډلې پرون مازيګر په پاى لوبه کې د ګوهر سپورت ټيم ته ماتې ورکړه او د اتلولى جام يې وګاټه.
دغه سيالۍ د امن اختر په نامه د پکتيا واليبال د اتو لوبډلو ترمنځ د زرملې ولسوالۍ په لوبغالي کې پيل شوې وې.
د پکتيا د واليبال فدراسيون يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش ودې او د هغوى ترمنځ د يووالي او پيوستون د رامنځته کولو په مقصد پيل شوې وې.
په دغو سياليو کې برخه والو ورزشکارانو له دې امله چې له کومې امنيتي ستونزې پرته کولاى شي په ورزشي سياليو کې د ګډون لپاره بلې سيمې ته ځي خوښ دي.
\ ج