سیاست

جمهوررئیس غني له طالبانو سره د سولې په اړه وړاندیزونه مطرح کړل

کابلباختر د کب د مياشتې٩ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د "کابل پروسې دویم کنفرانس" کې چې د ۲۵هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل ښار کې جوړ شوی و، وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني لومړی په دغه کنفرانس کې د هېوادونو استازو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان له خلکو او دولت سره یې د هغوی له دوستۍ، پیوستون او مشارکت څخه مننه وکړه.
په دې کنفرانس کې د هېواد جمهوررئیس پایدارې سولې ته د رسېدو په خاطر وویل، په دې برخه کې شکایتونه او وړاندیزونه اورو او نن تر بل هر وخت د سولې لپاره امکانات پياوړي شوي دي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، طالبانو ته مو د داسې سولې وړاندیز کړی چې د هېواد لوړې ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون وي. هغه زیاته کړه: موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله‌ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو.
جمهوررئیس محمداشرف غني له طالبانو سره د سولې موافقه ليک په اړه پیشنهادونه وکړل چې په هغه کې د ټولو اتباعو په ځانګړي ډول د ښځود مکلفیتونو تامین، د اساسي قانون منل، د هېواد د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو مخ کې وړل او تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول مطرح شول.
همدارنګه هغه له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په منظور اووه وړاندیزه وکړل چې په هغو کې اوربند، د یو سیاسي ګوند په توګه د هغو پيژندل، د باور جوړونې انتقالي ترتیباب او سراسري ټاکنې، د اساسي قانون بیا کتنه، عدالت او د شکایتونو اورېدل، د قوانینو تطبیق، د بندیانو خوشي کول او د تحریمونو له تور لیسته یې ویستل، د هېواد د اتباعو د امنیت ټینګښت، پراختیا، د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا ملاتړ او د بین‌المللي ټولنې مشارکت په کې شامل وو.
جمهوررئیس زیاته کړه: د ملي یووالي حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لیرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسي د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بیرته میشتیدلو سره موافق دی.
جمهوررئیس غني وویل، خلک د سولې پلویان دي او له جنګه ستړي دي، بل په سولې د نړیوالې تولنې ټینګار د جنګ په پلویانو تاثير لري، دا مهال د سیمې په کچه د افغانستان د سولې په اړه اجماع رامنځته شوې ده او له افراطیت سره د مبارزې لپاره د دیني عالمانو تر منځ یو تحرک راغلی دی.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، نړیواله ټولنه ګډ ګواښونه، ګټې او فرصتونه لري او دغه ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د یوې عمومي اجماع اړتیا لیدل کېږي، موږ ژمن یو چې په ګډه دغه ګډې ننګونې په فرصتونو بدلې کړو.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ باید د ملګرو ملتونو سټراټيژي چې له ګواښونو او تروریزم سره د مبارزې لپاره جوړه شوې ده، طبقه بندي کړو او د تروریزم په پلويو هېوادونو تحریمونه وضع شي. 
د هېواد جمهوررئیس وویل، افغانستان په خپل پخواني تاریخ کې سوله او ارامي درلوده او یو لوی تمدن و او د ملت کېدنې لپاره یې هم زیاتې قربانۍ ورکړي دي. هغه زیاته کړه، زموږ وحدت زموږ په برابرۍ کې او عقیده مو په عدالت ولاړه ده او هر افغان له بل افغان سره مساوي دی.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، زموږ میرمنې او نجونې د افغاني ټولنې په جوړښت کې مهم او کلیدي رول لري، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې یې ځانګړی ځای ځایګی پیدا کړی دی او په ټولو برخو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودې.
جمهوررئیس په ډاډ سره څرګنده کړه چې موږ سوله او ثبات راوستی شو او افغانستان به په څلور لارې بدلېږي چې د لویو منطقوي پروژو تطبیق یې ښه بېلګه ده. هغه وویل، د افغانستان د حکومت رهبري د سیمې په ثبات او سوکالۍ کې مهم رول لوبوي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، افغانستان د تېرو څلورو لسیزو د جګړو له زیانونو د خلاصیدو په حال کې دی، د افغانانو په منځ کې باور، همدردي او یووالی ورځ تر بلې قوت اخلي.
جمهوررئیس وویل، ما په هرات کې د څلورو ورځو په موده کې د ټاپي پروژې په پرانستلو سربېره د پنځو ولایتونو د بېلابېلو قشرونو له زرګونو استازو سره وکتل او د افغاني ټولنې په ستونزو، ننګونو، اړتیاوو او غوښتنو کې مې د یو شان‌والي تصویر ولید.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ټاپي پروژې په پرانیستو سره ولسي لوی ولسي جشن جوړ شو چې د افغانانو په منځ کې يې د وحدت، وطندارۍ او ګډو ژمنو ښودنه کوله چې د ملي او سیمه‌ییزې سوکالۍ په اړه یې لرلې.
هغه زیاته کړه، ځیني په دې باور و چې ګني افغانستان یو ګوښه، منزوي او په وچه کې ایسار هېواد دی او تر ابده به د نورو احتیاج وي، خو نویو سیمه‌ییزو پروژو د افغانستان موقعیت په یو طلايي فرصت بدل کړی دی.
جمهوررئیس غني د ترکمنستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو له همکاریو مننه وکړه چې د افغانستان په اوسنیو ترانزیټي، اقتصادي او د انرژۍ په تحولاتو کې یې رول لوبولی دی او همدارنګه یې له هند او ایران څخه په چابهار کې د عملي کار له امله مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، زموږ په اقتصادی ټولنه کې نور مثبت بدلونونه دا دی چې سوداګرو مو د وارداتو په ځای تولید، پروسس او صادراتو ته مخه کړې ده، البته د کورنيو تولیداتو زیاتوالی د یو هېواد د اقتصادي او ټولنیزې سوکالۍ عمده شاخص دی.
جمهوررئیس ټینګار وکړ چې زموږ خلک د قانون د حاکمیت په اړه جدیت او د اصلاحاتو ملاتړ غواړي او له دې ټول بهیر څخه یې هر اړخیز ملاتړ کړی دی چې موږ د خلکو دغه برحقه غوښتنې له تسلمېدو پرته بله هیڅ لار نه لرو.
جمهوررئیس غني وویل، زموږ خلک غواړي چې د پارلمان او جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي او د افغانستان حکومت په خپل ټاکلي وخت د دواړو ټاکنو کولو ته ژمن دی.
جمهوررئیس محمداشرف غني د عامو وګړو په شمول د تروریزم له قربانیانو، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نړیوالې ټولنې له همکاریو په نیکۍ یادونه وکړه او د کنفرانس غړو د جنګ او تروریزم د قربانیانو د درناوي په خاطر څو شیبې سکوت وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته