سیاست

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د عالمانو د پرونۍ فتوا د صدور هر کلی او ملاتړ وشو

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۱۵ مه
د مشرانو جرګې د دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې غونډه کې هېواد کې د ځانمرګو بریدونو او د جګړې دوام د حرام ګڼلو په اړه د هېواد د عالمانو د پرونۍ فتوا د صدور هرکلی او ملاتړ وشو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مجلس غړو د افغانستان د دیني عالمانو ناسته  کې د فتوا د صدور څخه په ستاینې سره چې روانه جګړه يې په هېواد کې ناجایزه او حرامه و ګڼله او اعلان یې وکړ چې اسلام کې ځانمرګي او چاودنیر بریدونه جایز نه دي، پریکنده ملاتړ وکړ، او یاده فتوا یې د هېوادوالو لپاره تاریخي او د منلو وړ وګڼله.
سناتورانو زیاته کړه هره ناسته چې په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت او د اوږدمهالې جګړې د پای سبب شي، د مشرانو جرګې د هر اړخیزه ملاتړ وړ ده او د پیاوړي کیدو په موخه به یې هر اړخیزې هڅې وکړي.
د مجلس غړو همداراز د دې ناستې په ګډون کوونکو علماو د ویره اچوونکو پرونې ځانمرګې برید چې له امله یې د یادې ناستې یو شمېر علما او هېوادوال شهیدان اوټپیان شول دترهګرو له خوا وحشت او جنایت وباله چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې هم داسلام دسپیڅلي دین د لارښونو خلاف دپردیو خوشحالولو لپاره ترسره کړ.
   او هم د کندهارولایت د موی مبارک د جومات د خطیب شیخ نورالحق آخندزاده وژنه د اسلامي او انساني ټولو ارزښتونو خلاف او پردیو ته د غلامۍ او دترهګرو ډلو د سیاسی او ټولنیز زوال بېلګه وګڼل شوه او د شهیدانو روح ته دعا او د هېوادوالو او په ځانګړي توګه د دیني علماوو د امنیت د ټینګښت په اړه جدي ټینګاروشو.
دغه راز دمجلس غړو په آزادو بحثونو کې د هېواد په بیلا بیلو څنډو کې د تقلبي سټیکرونو او پیژندپاڼو د چاپ او خپرولو د احتمال څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سټیکرونو او پيژندپاڼو جعلي کارټنونه هېواد ته راوړل شوي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ځینو نوماندانو په ګټه کارول کیږي چې باید حکومت د دا ډول پراخو درغلیو مخه ونیسي تر څو خلک یو ځل بیا د ټولټاکنو به بهیر باورمند شي، له دی پرته به دا بهیر کې بی باورۍ ورځ تربلې زیاتې شي.
  غونډه کې د پکتیا ولایت سناتور دغه ولایت کې د ناهمغږو عملیاتو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، په دی عملیاتو کې یو ملکی وګړی شهید او یو تن ټپی شوې او څو تنه نور بندیان شوي هم دي چې د تکرار په صورت کې به خلک سخت غبرګون وښایي او باید دا ډول خپلسریو ته د پای ټکی کیښودل شي.
دمجلس غړو د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د هېواد د امنیتی او دفاعی اوامنیتي ځواکونو د سرښندنو څخه ستاینه اوملاتړ، د ننګرهار او هرات ولایتونو او یو شمېر سیمو کې د تروریستي پرله پسې پیښوغندل، د حج بهیر کې د معلولینو د ونډې موضوع او د معلولینو څخه په ولایتونو کې د یوه سلاکار د استخدام په اړه وړاندیز، د هیواد دولسمشر سره د مجلس د  غړو د کتنې د زمینې په برابرولو ټینګار، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د څرنګوالي بهیر څخه دملی او نړیوالو بنسټونو په څارنه ټینګار او ځینې نور مسایل وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.
د آزادو بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې دویم نایب د هېواد د علمای کرامو د پرونۍ ناستې څخه ملاتړ او قدرداني وکړه او دغه ګام یې د هېواد په تاریخ کې بی ساری وباله چې شاوخوا درې نیم زرو علمای کرامو په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او روانه جګړه د اسلامي لارښوونو سره په ټکر، ناروا اوحرامه  وګڼله او هیله یې څرګنده کړه چې د هېواد علما دې دغه تاریخي فتوا تعقیب او په ټول هېواد کې دې خپره او  خلکو ته دې ورسوي.
دویم نایب همدا راز د دی ناستې پر عالمانو ترسره شوی وحشیانه ځانمرګې برید د پردیو د غلامانو او نوکرانو کار وګڼه چې تل د هېواد د علماو او عام ولس په ګډون د افغانانو د وینو د تویولو په کوښښ کې دي او له حکومت څخه یې وغوښتل  تر څو د علماو کرامو او ددغې تاریخي فتوا څخه د بیدریغه ملاتړ سره د هېواد او ولس په نفع ګټه پورته کړي.
ډاکټر محمد آصف صدیقي حکومت او د افغانستان ولس سره د نړیوالو ځواکونو د نه همغږۍ څخه هم نیوکه وکړه او د ملی شورا د دواړو مجلسونو څخه د دې غوښتونکی شو چې له دوی سره په شته امنیتی تړونونو کې له سره غور وکړي او هم یې د راتلونکو ټاکنو بهیر کې د درغلیو د شتون څخه اندېښنه وکړه او د رڼو ټاکنو د جوړیدو غوښتونکی شو، نوموړي د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د کمزوري مدیریت څخه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه اداره نه ده توانیدلي تر څو د هېواد په بیلا بیلو څنډو کې د تقلبي پیژندپاڼو د وېش مخ نیوی وکړي.
ډاکټر صدیقي له هېواده  بهر د یو شمېر افغان دیپلوماتانو د کاری ظرفیت د نشتوالي او بی مسلکۍ څخه نیوکه وکړه چې د بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په ښه والي کې د لمس وړ لاسته راوړنې نه لري او په دې حساسو او مهمو دندو کې د مسلکی او وتلو دیپلوماتانو د ګمارنې غوښتونکې شو.#
پاى-ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته