ټولنه

آيا مبايل ټيلفونونه د ماشومانو په مغز اغېزه کوي ؟

نړيوالې خبري منابع باختردمرغومي دمياشتې٥ نيټه:
مبايل ټيلفونونه د ماشومانو پرمغزو څه اغيز لري؟ پر مبايل ټيلفونونه باندې انتقاد کوونکي په امريکا کې د څېړنې پر استناد په دې نظر دي چې مبايل ټيلفونونه د ماشومانو پر ځيرکتيا باندې ناوړه اغېزه کوي.
د مغزو او اعصابو له يوې څيړونکي سره يوازې يوه مرکه کافي وه چې په ټوله نړۍ کې د ميندو او پلرونو اندېښنه اوج ته ورسوي.
په دې مرکه کې ويل شوي وو، هغه ماشومان چې ډير وخت له مبايل ټیلفون، لپټاپ او يا ويډويې لوبو سره تیروي د مغزو کورتکس يې نازکه کيږي.
په امريکا کې د روغتيا ملي انستيتوت (NIH) له څيړونکو څخه مېرمن ګايا داولينګ، څو ورځې د مخه د امريکا له (سي بي اس) ټلويزوني چينل سره پر دې موضوع خبرې وکړې. ورپسې ډيرو رسنيو دغه خبرې خپرې کړې چې په ټوله نړۍ کې يې د ميندو او پلرونو انديښنه راپورته کړه.
د آلمان د (بيلډ) په نامه ورځپاڼي د دې موضوع سرليک دغه شان وو: مبايل ټيلفونونه دغه شان زموږ د ماشومانو مغز بدلوي. خو آيا په ريښتیا سره دا خبره سمه ده؟
يو ټکی په دې اړه روښانه دی: په ۲۰۱۵م  کال کې د څېړنو پايلو ښوولې، چې دوه کلن ماشومان په ښه توګه کولی شي له مبایل ټيلفونونه او لپټاپ سره سروکار ولري او له هرو دوو ۹ کلنو ماشومانو څخه يې يو ګرځنده ټیلفون لري. 
د دغې څيړنې پر بنسټ ۹۲ سلنه ۱۳ کلن تنکي ځوانان ګرځنده ټيلفون (موبايل) لري.                                             پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته