سیاست

جمهوررئیس کرزي د فراه ولایت ته په خپل سفرکې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه

کابل باختر  د وري  شلمه
حامدکرزی: د دښمن موخه د خلکو وژنه ده ترڅو د افغانستان نظام په پښو ونه دریږي او د جګړې نارې لا ډیرې شي
" د فراه په ولایت کې زموږ د بې ګناه خلکو وژنه د دې لپاره ده چې زموږ دښمنان غواړي چې په افغانستان کې دولت جوړ نه شي، نظام ټینګښت ونه مومي او د دولت او خلکو ترمنځ بې باوري رامنځته شي."
دغه مطلب د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، پرون له غرمې مخکې د فراه په ولایت کې د وروستۍ تروریستي پیښې د قربانیانو کورنیو ته د فاتحې او غمشریکۍ د څرګندولو په مراسمو کې چې د دغه ولایت په مرکز کې پرځای شول، څرګند کړ، وې ویل: زموږ د هېواد دښمنان که زموږ په ګاونډکې او یا په کوم په بل ځای کې دي، ځواکمن افغانستان نه غواړي او د ځواکمن او پیاوړي دولت جوړیدل یوازې او یوازې په هېوادکې د سولې او امنیت د ټینګښت له لارې امکان لري.
حامدکرزي وویل چې د دښمن موخه د خلکو وژنه ده ترڅو د افغانستان نظام په پښو و نه دریږي او د جګړې نارې لا ډیرې شي.
حامدکرزي د فراه خلکو ته په خطاب کې وویل چې د قربانیانو له کورنیو سره د دولت له خوا هر ډول مرسته  نه شي کولای هغه درد او رنځ چې هغوی ته د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو له امله رسیدلی دی، جبيره کړي،خو بیا هم دولت د دغو کورنیو د ژوندانه د ښه والي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت لري.
جمهوررئیس له هغه یو تن ځوان سره چې په دې پیښه کې یې خپل پلار او ورور له لاسه ورکړی دی، ژمنه وکړه چې دولت به نه یوازې د هغه د کورنۍ نفقه تامین کړي، بلکې هغه ته به د زده کړې د دوام زمینه هم برابره کړي او د نورو شهیدانو د کورنیو لګښتونه به هم ورکړ شي.
جمهوررئیس د امنیتي ځواکونو له خوا د دغې پیښې په مخنیوي کې د پاتې راتللو په اړه د فراه ولایت د اوسیدونکو نیوکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دغه نیوکې به په جدي ډول تعقیب کړو، خو ټینګاریې وکړ، وې ویل چې دا هم باید هېر نه کړو چې د امنیتي ځواکونو منسوبان چې ستاسو بچیان دي د دې خاورې د دفاع لپاره هره ورځ قرباني ورکوي.
حامدکرزي د فراه د پیښې عاملینو ته په خطاب کې وویل: ستاسو کمال د فراه د ۴۸ تنو بې ګناه خلکو په وژنه کې څه و؟ ستاسو دغه عمل له اسلام او د افغانستان له خلکو سره دښمني وه.
جمهوررئیس خلکو ته په خطاب کې وویل: په دې باید پوه شیء د افغانستان بد غوښتونکي کسان نه غواړي دا هېواد د برېښنا بندونه، نهرونه، سړکونه او د ژوند نورې آسانتیاوې ولري، نو په هوښیارۍ او په قوي هوډ، په اتحاد او اتفاق سره کار او هڅه وکړیء، ځکه چې دا هېواد د هغه د خلکو په همت آبادیدلای شي.
په دغو مراسمو کې د فراه والي ډاکترمحمد اکرم خپلواک د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: پر موږ باندې د پردیو له خوا جګړه تپل شوې ده او موږ د پردیو د موخو قرباني یو، نو په دې لاره کې باید خپله حوصله له لاسه ور نه کړو.
ده وویل چې د فراه ولایت پیښېه ډیره دردونکې وه چې هیڅ انساني شعور هغه نه قبلوي.
په دغو مراسمو کې استاد سید احمد چې په دې پیښه کې یې خپل زوی له لاسه ورکړی و، د جمهوررئیس له خواخواږۍ او د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې رسولو لپاره  د هيئت له ورتګ څخه مننه وکړه، وې ویل: د فراه خلک امنیت غواړي، له جمهوررئیس او د ملي امنیت له شورا څخه غواړي چې د فراه دغه زړه بوږنوونکى پیښه په جدیت سره تعقیب کړي، مجرمین د خپلو عملونو په سزا و رسوي.
ده، د دا ډول زړه بوږنونکو پیښو د مخنیوي لپاره  د یوې ځانګړې ضربتي قطعې د جوړیدو غوښتنه وکړه.
بیا، یو ځوان چې په دې پیښه کې یې خپل پلار او ورور له لاسه ورکړی و، وویل: پلار او ورور مې د کورنۍ  نفقه پیداکوله او زما لپاره یې د زده کړې زمینه برابره کړې وه، چې له لاسه مې ورکړل.
ده، په دې ترڅ کې چې تروریستي پیښې یې د هېواد په هرګوټ کې خواشینونکې وبللې، وې ویل چې دښمن زموږ د ملت د تباهۍ لپاره د بېلابېلو نیرنګونو له لارې په کمین کې دی. ده له امنیتي ځواکونو څخه د فراه د پیښې په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله  د شکایت په ترڅ کې د دغې پیښې د جدي تعقیب غوښتنه وکړه، وې ویل چې زموږ امنیت دې د هېواد امنیتي ځواکونه ټینګ کړي، نه بهرني ځواکونه.
د مراسمو په پای کې سلاکار وزیر پوهاند  نعمت الله شهراني د فراه شهیدانو ته د دعا په ترڅ کې د لوی خدای له درباره  د دغې پیښې ټپیانو ته د روغتیا  او د افغانستان خلکو ته د اتفاق او سولې هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته