فرهنګ

دانځورګړى داثارو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دکودکان و صلح تر عنوان لاندې دخدا بخش بلوڅ  دانځورګرى  داثارو نندارتون  نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري له خوا  ، په ملي نګارستان کې پرانستل شو .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  په دې نندارتون  کې ددغه هنرمند له خوا اتلس انځور  شوي اثارچې سولې ته د هېواد دماشومانو داړتيا څرګندوى دي نندارې ته وړاندې شوي دي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهنرستان  رييس محمد هاشم شارق وويل  چې خدا بخش  بلوڅ اماتور هنرمند دى او دنيمروزله ولايت څخه کابل ته راغلى دى چې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي .
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل چې هنر په کابل پورې محدود نه دى  ، دهېواد په بيلابيلوسيمو اوګوټ ګوټ کې هم يوشمير پياوړي او ټکړه هنرمندان شته .
ده زياته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دهغو نورو بنسټونو دنده چې دفرهنګ او هنر په برخه کې  کار کوي د پټو استعدادونو پيژندنه ده .
په پاى کې خدا بخش  بلوڅ په لنډو خبرو کې وويل چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې له هنرمندانو سره همکاري وکړي او هغوى ته دې کاري زمينې برابرې کړي ..
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا