امنیت

په غزني کې دچاودنې له امله د رې تنه ووژل شول اوديارلس تنه نورټپيان شول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٧ :
څوشيبې مخکې دغزني ښار دمرکز په مربوطاتو کې  چاودنه وشوه .
دباختراژانس  خبريال دامنيتي چارواکو له خولې وويل  چې وسله والو طالبانو  چاوديدونکي توکي په يو بايسکل کې ځاى پرځاى کړي و .
دغه  چاودنه دکلاه سبز په نامه  سيمه کې يوه جومات ته څيرمه شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل   چې  په دې  چاودنه کې درې تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول،.
په همدې حال کې  دغزني دولايتي روغتون ر ئيس بازمحمدهمت وايي  چې تراوسه پورې دوه مړي  روغتون ته ليږدول شوي دي.
همت وويل  چې ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي خراب دي.
ويل کيږي چې ددغې پيښې په وژل شويو کسانو اوټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي .
دغزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چې دپيښې په اړوند څيړنې پيل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته