
کابل، د زمري ۲۲مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي دانیل انډریس سره، چې د رامزالاکبروف نوی ځایناستی دی، پهخپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې چې په کابل کې د اوچا ادارې مرستیال محمد خاطر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي دستیار فدی ال میوچي هم شتون درلود دانیل انډریس په افغانستان کې د خپلو راتلونکو فعالیتونو په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او همکاریو په محراق کې قرار لري.
نوموړي زیاته کړه، اړینه ده چې موږ له افغانانو سره د بشري مرستو د تنظیم، اقتصادي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت سره نږدې اړیکې، همغږي او همکاري ولرو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي همدارنګه وویل افغانستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي شرایطو بدلون او وچکالۍ سخت زیانمن کړی دی.
نوموړي په هېواد کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې زیاته کړه، (د طبیعي افاتو راتګ له اقلیمي شرایطو سره تړاو لري هیله لرم په دې برخه کې هم یو له بل سره نږدې همکار واوسو).
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې مخکې هم د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده وه او هیله من دی، چې دغه همغږي او هماهنګي لا زیاته پیاوړې شي.
حنفي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو بشردوستانه موسسو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه وویل هغه مرستې، چې د روغتیا او ښوونې او روزنې په څېر نورو برخو کې د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو له لورې ترسره کېږي اسلامي امارت یې هرکلی کوي.
په کابل کې د اوچا ادارې مرستیال محمد خاطر په دغه کتنه کې وویل چې د دوی اداره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وچکالۍ ځپلو سیمو کې ځینې پلانونه تر لاس لاندې لري.