ټولنه

په بغلان کې دکان دوه تنه کارګران ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په بغلان ولايت کې دکرکر د ډبرو دسکرو دکان دوه تنه کارګران نن ووژل شول.   دغه کارګران  دکرکر دډبرو سکرو ديوه کان په لومړى لمبر سمڅه کې دمسموونکو  ګازاتو دخپريدو له امله ووژل شول .
دافغان کول  کمپنۍ رييس محمد منير دباختراژانس خبريال ته وويل، دګازاتو دخپريدو له امله داستخراج  دبرخې دوه تنه  کارګران چې د ډبرو سکرو په کيندنې  بوخت و مسموم شول او سمڅې  ته د ژغورنې دکارکوونکو تر رسيدو پورې ووژل شول .
داپه داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم ددغه کان يوکارګر  په سمڅه  کې د ده په سر د ډبرو سکرو ديوې سترې ټوتې دلګيدو له امله مړ شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته