امنیت

په غزني کې د طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو

-کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
په غزني ولايت کې پرون مازيګر د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو.
د غزني د والي  وياند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ملا فياض له دوو تنو افرادو سره يې د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هوايي بريد له امله ووژل شو .
نوري زياته کړه چې د وروستۍ يوې مياشتې په بهير کې په غزني کې د ايتلاف ځواکونو په ملاتړ د هېواد د پوځيانو د عملياتو له امله په لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دهغوى په لسګونو مرکزونه او پټنځي له منځه وړل شوي دي.
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته