نړۍ

عربستان په نجران ښار دحوثيانو بريد.

رياضي بي بي سي – باختر د ثور دمياشتې ١٦
څو شيبې له هغه وروسته چې دعربستان پباچا ملک سلمان دايران په وړاندې د عربي هيوادونو د دريدو غوښتنه وکړه حوثي ځواکونو ديمن له پولې څخه د سعودي عربستان په پوله کې ددغه هيواد دنجران ښار په لور دهاوانونو او توغنديو ډزې وکړې.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: ملک سلمان خپله غوښتنه دخليج دهمکارۍ دشورا په کلنۍ غونډه کې چې دعربستان په پايتخت رياض کې جوړيږي طرحه کړه .
دفرانسې جمهور رييس فرانسوا هولاند په دې غونډه کې وويل چې فرانسه ددغو هيوادونو ترڅنګ دريږي خو دايران جمهور رييس حسن روحاني په يوه وينا کې په عربي هيوادونو دوسلو دپلورنې لپاره دفرانسې په ګډون د لويديځو هيوادونو اقدام غندلى دى .
دهمدې خبر له مخې :په نجران ښارکې ښوونځي رخصت شوي دي او ددغه ښار دهوايي ډګر دالوتکو الوتنې ځنډولې شوې دي .
دا په داسې حال کې ده چې حوثي ځواکونو او متحدين يې ديمن په جنوب کې دعدن په بندري ښارکې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته