امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۱۳۹ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او يرغليزو عملیاتو کې چې د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه  يې ترسره کړل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۱۰ تنو داعشیانو  په شمول ۱۳۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۹ تنه ټپیان او ۱۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، کاپیسا، غزنی، میدان وردک، پکتیا ، پکتیکا، قندهار،جوزجان،  فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د  کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۶۲ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۲۰ تنه ټپیان ، ۲۴ موټر سایکلونه او ۵ موټر له منځه وړل شوي ، د میدان وردګو ولایت د جلریز، چک او مرکز اړوند سیمه کې ۳۵ تنه وسله وال ترهګر  وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان ، ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي ،  د هلمند ولایت د دیشو ولسوالی او مرکز اړوند لښکرګاه ښار چهار باغ په سیمه کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۰ تنه شکمن کسان نیول شوي ، د دښمن یوه قرارګاه ، د مخدره توکو یوه کارخانه او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د ننګرهار ولایت د هسکي مینې  په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه داعشیان له منځه  وړل شوي  دي .
  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳چاڼیز او  ۱۹خاص کماندویي عملیات  د هیواد په ۱۲ولایتونو کې په لاره اچول شوي، د افغانستان  هوایي ځواکونو  ۸۶پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او ۶هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته