امنیت

په لوګر کې عمليات پيل شول

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دنجات په نامه دامنيتي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات پرون دلوګر ولايت  دمرکز  دادو خيلو په ساحه کې پيل شول.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍدمطبوعاتي دفترمسوول تورن احمد حامد کوهستاني دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه ګډ عمليات چې   دملي اردو  د کوماندو  او د څلورمې لوا د ځواکونوله خوا دنجات په نامه  د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په خاطر پرون   ددغه ولايت  دمرکز دادو خيلو له ساحې  څخه پيل شول   د لوګرولايت  تروروستۍ ولسوالۍ او کلي پورې  دوام کوي.
کوهستاني څرګنده کړه  ددغو عملياتو په بهېرکې دوسله والو طالبانو  يوه  زياته اندازه وسلې او مهمات هم   دملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته