امنیت

نهه تنه وسله وال مخالفين په غزني ، هلمند او قندهار کې ووژل شول

کابل- باختر د وري  دولسمه :
پنځه تنه وسله وال مخالفين  دغزني ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو ځواکونو د ډآر اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دغزني ولايت دمقر اوګيلان دولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل مشکوک له يوې مخابرې سره  ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه جنګي  وسايل هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دهلمند ولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ورته عملياتو کې  يو وسله وال مخالف  ووژل شو او له ده څخه يوه اندازه سپکه وسله  پاتې شوې ده .
ديوبل خبر له مخې، درې تنه وسله وال مخالفين دقندهار ولايت په مربوطاتو کې دملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو په چاڼيزوعملياتو کې ووژل شول او له دوى  څخه ددرندو اوسپکو وسلو يوه اندازه مهمات پاتې  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته