کابل باختر د سلواغې دمياشتې ١٠:
د پکتيا ولايت امنيتي ځواکونو پرون د دغه ولايت په مرکزکې د انسان تښتونې
په تورڅلور تنه ونيول.
دپکتيا ولايت د امنيت آمر محمدايوب وردګ د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه څلورتنه انسان تښتوونکي له دووکرولا ډوله موټرونو،يو فولدرموټر، يوې تومانچې، يوکلاشينکوف او يوې مخابرې سره د پکتيا ولايت د مرکز د دويمي حوزې له ساحې څخه ونيول شول .
قضيه دپوليسو ترتعقيب لاندې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ