ټولنه

په غزني کې له يوي رکشا سره دافغان پوځيانو دټانک دټکر له امله يو تن ووژل شو

کابل باختر د لړم اتمه
په غزني ولايت کې دترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دغه پيښه  نن له غرمې مخکې دغزني ښاردحاجي خواجه علي په سيمه کې وشوه چې دافغان پوځيانو يو ټانګ دملکي وګړو دسپرلۍ له يوې رکشا سره ټکر وکړ .
دغزني ولايت دترافيکو مسوول  باختر اژانس ته وويل چې دغه پيښه  دټانګ دچلوونکې  دګړندي تګ اوبي احتياطي زيږنده  ده خو ددغه ولايت  پوځي مقاماتو تراوسه پوري په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړي .
په همدي  حال کې په غزني ښار کې دشخصي روغتونونو ډاکتران په دې پيښه کې  د ټپي روغتيايي حالت خراب بولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته