اقتصاد

د ترکيې د نړيوالې هوايي شرکت الوتنې د مزارشريف ښارته پيل شوې

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
دلومړي ځل لپاره دترکيې نړيوال هوايي شرکت د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښارته خپلې الوتنې پيل کړې.
د ترکش ايرلاين هوايي شرکت به له دې وروسته په اوونۍ کې درې الوتنې له ترکيې څخه د مزارشريف ښار او بيرته ترکيې ته ترسره کړي .
مزارشريف له کابل ښار څخه وروسته د افغانستان دويم ښار دى چې د ترکش ايرلاين د نړيوال هوايي شرکت د الوتکو د الوتنو په واسطه له ترکيې سره نښلول کيږي.
ددغه هوايي شرکت الوتنې نن سهار د مزارشريف ښار د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نړيوال هوايي ډګرکې دلومړنۍ الوتکې په کښيناستلو سره پيل شو.
دبلخ والي عطامحمد نور د ترکش ايرلاين دهوايي شرکت د الوتنو د پيل په مراسمو کې وويل: له ترکيې سره دمزارشريف هوايي نښلول دبلخ په اقتصادي وده له ترکيې سره دافغانستان دشمال دسوداګرو ترمنځ د مالولو د راکړې ورکړې او د مسافرو په تګ راتګ د اسانيتاوو په لاره کې لوړ ګام دى.
په همدې حال کې په مزارشريف ښارکې دترکيې سرقونسل هيله وکړه چې له مزارشريف له ښار سره دهوا له لارې د هيواد نښلول يې وکولاى شي د دواړو هيوادونوترمنځ مالونو په راکړه ورکړه، د بلخ او دشمال د نورو ولايتونو په اقتصادي وده کې او د انقره او کابل ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ښه والي په لاره کې ګټور وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته